زموږ په اړه  |  له موږ سره اړیکه  |  RSS  |  1446-09-10  |  2025-03-10  |  تازه شوی په: 2025/03/10 - 00:20:0 FA | AR | PS | EN
د هند کرکت لوبدله د چمپینز ټرافي اتل شو             حماس د اوربند دویم پړاو لپاره خبرو اترو ته چمتو دی             ایران په کابل او بامیان ولایتونو کې د جوړېدونکو روغتونونو د چارو بیا ځلي پیل ژمنه وکړه             د رول بریکرز فلم نندارې ته وړاند شو             افغاني ښځې له نړیوالو پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي             نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی             جاپان د روغتیا په برخه کې له افغانستان سرده د دوامداره همکارۍ ډاډ ورکړ             د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو             د بښنې نړیوال سازمان د وزیر خان د سملاسي خلاصېدو غوښتنه وکړه             ټرمپ د کانګرس د دواړو خونو ګډې غونډې ته وینا کوي             بنو کې د پاکستان پوځ پر مرکز ځانمرګی او ډله ییز برید شوی             د تورخم په نښته کې د افغان لوري ۳ تنه مړه او ژوبل شوي             هند او اسټرالیا د اتلانو جام په نیمه پایلوبه کې نن لوبه کوي             د تورخم په جګړه کی درې پاکستاني سرتیري ټپیان شوي             اروپايي مشرانو له اوکرایینه ملاتړ وښود            

تاريخ النشر: 2024/09/07 - 04:05:1
زيارة: 232
مشاركة مع الـأصدقاء

سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي
سږنی دوبی، ښايي د تاریخ تر ټولو تود اوړی وي

انصار: (د وږی ۱۷ مه)، د اروپایي اتحادیې د اقلیم د څار اداره کوپرنیک وايي، د دې لپاره چې د ۲۰۲۴ کال دوبی، په ثبت شویو اوړو کې تر ټولو تود و، دا احتمال شته چې سږنی میلادي کال به په مجموع کې په تاریخ کې د ثبت شویو کلونو تر ټولو تود کال وي.

له ثبت شویو څخه مطلب دا دی چې له کله د تودوخې درجه ثبت پیل شوی دی.

د کوپرنيک متخصصانو د جمعې په ورځ (سپتمبر په ۱۶مه نېټه) وويل چې د بشري فعاليتونو تر اغېز لاندې د نړيوالې تودوخې د بهير تر څنګ، د «ايل نينو» اتموسفير پديدې هم د ځمکې د متوسطې تودوخې په زياتوالي کې مهم رول لوبولی دی او داسې ښکاري چې د ځمکې د تودوخې د زیاتوالي چټک بهیر به ژر ونه دریږي.

د اروپايي ټولنې د اقلیم د څارنې ادارې د شمېرو له مخې، د سږني دوبي په درېیو میاشتو کې د شمالي نیم کُرې منځنۍ تودوخه د سانتي ګراد ۱۶،۸ درجې او د تېر کال د ریکارډ پرتله کابو په سلو کې یو توده وه. د دې ادارې له خوا د اقلیمي احصایې ثبت له ۱۹۴۰ راهیسې پیل شوی دی.

خو د امريکا، بريتانيا او جاپان د هوا پېژندنې ادارې احصايې چې د نولسمې پېړۍ له نيمايي راهيسې يې ثبت پيل کړی، ښيي چې وروستۍ لسيزه له هغه وخته تر ټولو ګرمه دوره وه او د ځينو اقليمي پوهانو اټکل دا دی چې د تیرو ۱۰ کلونو تودخه حتی په تېرو ۱۲۰ زره کلونو کې بې ساري وه.

د کوپرنیک د رییس کارلو بونټیمپو په وینا، د شمالي نیم کرې د تودوخې متوسط د ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ په اګست میاشتو کې یو شان د سانتي ګراد 16.82 درجې وه، چې په دې میاشت کې تر ټولو لوړه ثبت شوې درجه وه.

د سږ کال په جولای میاشت کې د تودوخې ریکارډ مات نه شو، خو د دې لپاره چې د سږ کال د جون میاشت د تیرو کلونو پرتله ډیره توده وه، د ۲۰۲۴ کال د دوبي درې میاشتو په مجموع کې یو نوی ریکارډ جوړ کړ.

د جرمني د پوتسدام د اقلیمي څیړنو انسټیټیوټ پروفیسر سټیفان ریمستورف وايي: «دا ناوړه ارقام او احصایې ښیې چې زموږ له لاسه نړۍ څنګه په تودېدو ده او اقلیمي بدلون راروان دی.»

د کوپرنیک رییس کارلو بونټیمپو وايي، د تودوخې د لوړېدا یوه پایله د رطوبت زیاتوالی دی چې د سږ کال په دوبي کې د نړۍ په ډیرو برخو کې د ریکارډ لوړې کچې ته نژدې و.

سږنی دوبی په افغانستان کې هم په تېرو شاوخوا ۵ لسیزو کې بې ساری و، له یوې خوا هوا توده وه او له بلې خوا پر له پسې بارانونه وو. د بارانونو له کبله د افغانستان په ډیرو سیمو کې سیلونه راغلل  او د سرومال ډېر تاوانونه یې واړول.

د امریکا د میشیګان پوهنتون د اقلیم پېژندنې او چاپېریال د مرکز ريیس جناتن اورپک وايي:

هر څومره چې د سختې ګرمۍ موده اوږده شي، په ځینو سیمو کې به د وچکالۍ او په نورو کې د سخت باران احتمال زیات شي. اقلیمي بدلون خورا ډیر څرګند شوی او تاوان یې ډېر ګرانه تمامېږي.»

د وډ ویل د اقلیمي څیړنې مرکز کارپوه جینیفر فرانسیس هم په دې باور دی چې د نړۍ په بیلابیلو برخو کې د سختو موسمي پیښو لکه وچکالیو، طبیعي اورونو او سېلونو په شان د شدیدو طبیعي پېښو زیاتېدا په یوه جدي خطر بدله شوې ده.

 

URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33334






*
*

*



قرأ

نن په پاریس کې د افغانو ښځو د وضعیت په اړه ناسته جوړیږی


د لسګونو ښوونځیو ترمیم او بیارغونه کار پیل شو


دافغانستان په ۱۲ ولایتونو کی د واورو اوسیلابونو اټکل شوی


په وروستیو سیلونو کې نژدې ۴۰ تنه مړه شوي


۲۵۵ افغانان د جرمني پلازمېنې برلین ته ورسېدل


افغانان له تصوره لوړ له اقتصادي او بشري ستونزو سره مخ دي


کورني بېځایه شوي او راستانه شوي کډوال له سختې بې وزلۍ سره مخ دي


نژدې هره ورځ خونړۍ ترافیکي پېښې؛ څوک ملامت دي؟


طالبانو پکتیا کې ۸ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي


یوه میاشت کې له ۲۰ زره جریبه زیاته ځمکه له غصب راګرځول شوی


د هوا له نظره د نړۍ تر ټولو ککړ هیوادونه کوم دي؟


اوچا له هېوادونوغوښتي چې پر انسانیت پانګونه وکړي


د ۲۰۲۴ کال نوومبر او په مجموع کې ټول کال د تاریخ تر ټولو تود کال ثبت شو


د سالنګ لویه لار د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شوه


راتلونکی کال تر ۱۲ میلیونه ډېر افغان ماشومان مرستو ته اړتیا لري


ورک شوی لبنانی ۴۰ کاله وروسته د سوریې په زندان کې وموندل شو


له ترکمنستان څخه د برښنا د واردولو قرارداد تمدید شو


هرات ته له ترکمنستانه د برېښنا غځېدلي مزي پرې شوي


طالبانو د کوکنارو د کښت په تور ۳۱ تنه نیولي


د افغان خبریالانو پر وړاندې د سرغړونو ۳۳۶ پېښې ثبت شوي


رينا اميري د دوو افغان مېرمنو له لوري د نړيوالو جايزو د ترلاسه کولو هرکلی کړی


بلوسکای څه شی دی، ولې میلیونونه کسان ور روان دي؟


افغان ماشومان زده کړو او سوله ییز ژوند ته هیله لري


د خوارځواکۍ د تشخيص لپاره مو يو ميليون افغان ماشومان معاينه کړي


۲ میلیونه پاکستانیان د هوا ککړې له امله روغتونونو ته لېږل شوی